هرات؛ د پامير غرختنې لوبډله د ورشال غره ٣٠٨٠ متره لوړې څوکې ته پورته شوه

د هرات ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د پامیر غرختنې ١٢ کسیزه ډله د ٣٠٨٠ مترو په واټن د ورشال غره لوړې څوکې ته پورته شوه.
د غرختنې دغه ډله يادې لوړې څوکې ته د غرختنې ورزش ته د ودې ورکولو، یووالي او جسمي چمتووالي په موخه په یوه ورځ کې پورته شوه.