هرات؛ غوریان ولسوالۍ کې د فوتسال دوستانه سیالۍ وشوه

Afzal-af
چهارشنبه ۱۴۰۱/۴/۲۲ - ۱۱:۳۴
هرات؛ غوریان ولسوالۍ کې د فوتسال دوستانه سیالۍ وشوه

د هرات ولايت د فوټبال فدراسيون له خوا د غوريان ولسوالۍ ورزشکارانو او ځوانانو ترمنځ د فوتسال ودې په موخه د کشاورزان غوريان او اتحاد پهلوانانو لوبډلو ترمنځ د فوټسال دوستانه سیالۍ ترسره شوه چې د دواړو ټیمونو ترمنځ لوبه د ۱۱-۲ په پایلې سره د اتحاد پهلوانان لوبډلې په بریا پای ورسېده.

د هرات د بدني روزنې او ورزش رئیس مولوي ګلاب الدين خپلواك وويل چې د دغو سياليو موخه په هرات كې د ورزش وده او پراختيا او د هرات ښار او ولسواليو ورزشكارانو ترمنځ د ورزشي تجربو تبادله ده.

په همدې حال کې ورزشکارانو د یادې لوبې له پیلولو خوښي څرګنده کړه له ډېرو کلونو وروسته يې وکولای شول چې له امنیتي ستونزو پرته ولسوالیو ته سفر وکړي او ورزشي سیالۍ ترسره کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۸ - ۱۵:۳۶
Background image

پکتيا؛ مرکز ګردېز ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د سامبو کورش سيالۍ ترسره شوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د کورش فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز گردېز ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د سامبو کورش سبک سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۸ - ۱۵:۳۱
Background image

پکتیا کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز وچ غړک سیمه کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال دوستانه سیالۍ د بلند منزلو لوبډلې په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۸ - ۱۵:۱۳
Background image

کابل کې د ۴۵ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو ټاکنیزې سيالۍ پيل شوې

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د ووشو ملي فدراسيون له لوري د هېواد له مرکز او ولايتونو د ۴۵ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو نړيوالو سياليو کې، چې د برازيل په هېواد کې به ترسره. . .

BACK TO NEWS