هرات؛ کشک رباط سنګي ولسوالۍ کې د غوره استعدادونو فوټبال جام پيل شو

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۶ - ۱۵:۸
هرات؛ کشک رباط سنګي ولسوالۍ کې د غوره استعدادونو فوټبال جام پيل شو

د هرات ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د فوټبال ملي فدراسیون له لوري د یاد ولایت په کشک رباط سنګي ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د غوره استعدادونو فوټبال جام سیالۍ پيل شوې.

د دغو سیالیو په لومړۍ لوبه کې هوتک یونایټډ لوبډلې خپلې سیالې یاران سبزپوش لوبډلې ته د ۲/۱ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او لومړۍ بریا یې خپله کړه.

د یادو سیالیو موخه د فوټبال لوبو ته وده ورکول او ۱۰ غوره لوبډلې د یاد ولایت د فوټبال لومړي درجه لیګ ته لاره پيداکول دي، چې یوه میاشت به دوام وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۵:۱
Background image

ميدان وردگ کې د واليبال څلورم پړاو سيالۍ پيل شوې

د ميدان وردگ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همکارۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ميدان ښار په سلمان فارس لېسه کې له اتو ولايتونو ۳۴ لوبډلو ترمنځ د واليبال څلورم پړاو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۴:۵۸
Background image

کونړ؛ منورې ولسوالۍ کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د کونړ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په منورې ولسوالۍ کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د تېپ پال کرېکټ سیالۍ د وصال ټایګر لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۴:۵۶
Background image

بادغیس؛ بالا مرغاب ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې

د بادغيس ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په بالا مرغاب ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې.

دغه. . .

BACK TO NEWS