هرات؛ ګلران ولسوالۍ کې د ګلران ځوانانو سنوکر ورزشي کلب پرانیستل شو

org2_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۱۴:۳۹
هرات؛ ګلران ولسوالۍ کې د ګلران ځوانانو سنوکر ورزشي کلب پرانیستل شو

په ګلرنګ ولسوالۍ کې د یادې ولسوالۍ د دولتي مسوولینو، ورزشي مسوولینو او د ورزشکارانو په شتون کې د ۱۰۰ زره افغانیو په ارزښت د سنوکر ورزشي کلب پرانیستل شو.

دغه کلب د سنوکر درې پایه میز لري او د پرانیستې دوستانه لوبه د غلام یحیی افغان او اقای امیری کلبونو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې غلام یحیی لوبډلې په بریا پای ته ورسېده.

د هرات ولایت د ورزشي ریاست د مسوولینو په وینا په ولسوالیو کې د دغه ډول ورزشي ځایونو جوړول د ورزش د ودې لپاره دېر ګټور دي او د دغې لوبې ورزشي لاسته راوړنې مبارکي د ګلران ولسوالۍ خلکو ته وویل او دوی ته د لا نورو بریاوو غوښتونکی و.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۵:۱
Background image

ميدان وردگ کې د واليبال څلورم پړاو سيالۍ پيل شوې

د ميدان وردگ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همکارۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ميدان ښار په سلمان فارس لېسه کې له اتو ولايتونو ۳۴ لوبډلو ترمنځ د واليبال څلورم پړاو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۴:۵۸
Background image

کونړ؛ منورې ولسوالۍ کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د کونړ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په منورې ولسوالۍ کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د تېپ پال کرېکټ سیالۍ د وصال ټایګر لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۴:۵۶
Background image

بادغیس؛ بالا مرغاب ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې

د بادغيس ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په بالا مرغاب ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې.

دغه. . .

BACK TO NEWS