هرات؛ ګلران ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۲:۳۵
هرات؛ ګلران ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې

د هرات ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ګلران ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال ژمني جام سيالۍ د اتفاق ش.ه.يد مدرس لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو په پايلوبه کې اتفاق ش.ه.يد مدرس لوبډلې خپلې سیالې اتفاق ګلران لوبډلې ته د ۵/۲ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي خپله کړه.

د يادو سياليو موخه د لوبغاړو ظرفیت لوړول و، د سياليو په پای کې د ورزش مسوولينو له لوري غوره لوبډلې او لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۵:۶
Background image

لغمان کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د لغمان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز مهترلام ښار قلعه سراج بڼ کې د شپږو لوبډ‌لو ترمنځ د والیبال سیالۍ د ملي اتحاد لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۳:۱۷
Background image

رسنیز بلنلیک!

 

رسنیز بلنلیک!

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۹:۱۰
Background image

پکتيکا کې د ۲۱ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز ښرنه کې د ۲۱ لوبډلو ترمنځ د "پلتوني بند جام" په نوم د ټېپ بال کرېکټ. . .

BACK TO NEWS