هرات مرکز کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۶:۳۶
هرات مرکز کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د هرات ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند په ښوونځیو، پوهنتونونو او مدرسو کې ورزش ته د ودې مدیریت له لوري د یاد ولایت په مرکز کې د هرات دولتي پوهنتون د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو په پایلوبه کې وترنري پوهنځي لوبډلې خپلې سیالې اقتصاد پوهنځي لوبډلې ته د ۳/۰ میدانونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

د یادو سیالیو موخه د والیبال لوبو ته وده ورکول، د ځوانانو ترمنځ یووالی رامنځته کول او د غوره لوبغاړو موندل و، چې ۱۰ ورځې یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۵:۰
Background image

غزني؛ جاغوري ولسوالۍ کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د فوټسال پای ته ورسېدې

د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند فوټبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په جاغوري ولسوالۍ کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ د پيشتازان ګلزار لوبډلې په اتلولۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۴:۵۵
Background image

د غزني مرکز کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې، چې ۱۵ ورځې يې دوام وکړ.

. . .
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۴:۵۳
Background image

غزني؛ جاغوري ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ په تېږه د نښې ويشتلو سيالۍ وشوې

د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د غشې ويشتلو ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په جاغوري ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ په تېږه د نښې ويشتلو سيالۍ د اتحاد جاغوري. . .

BACK TO NEWS