هرات ولایت کې د باسکټبال سيالۍ پيل شوې

د هرات ولایت باسکټبال فدراسيون د بدني روزنې رئیس او غړو، مخکښو او روزونکو په شتون کې پيل شوې.
دغه سيالۍ چې د ميرويس صادق په ورزشي جمنازيوم کې پيل شوې په لومړۍ ورځ يې ٩لوبې هم وشوې.
دغه سيالۍ په دوامداره توګه د فيبا نړيوال ورزشي فدراسیون مهالوېش له مخې د هرات باسکټبال فدراسیون په کاري پروګرام کې ځاى لري.
د دې سياليو موخه د باسکټبال نړيوالو لوبو کې د افغانستان شرایطو پوره کول دي چې د درې په درې ډول به ترسره شي.
د هرات بدني روزنې او ورزش ريئس مولوي ګلاب الدین خپلواک نړۍ ته د افغانستان لوبغاړو ورپېژندل برخه کې د باسکټبال فدراسیون هڅې وستایلې او د لا زياتي همکارۍ ډاډ يې ورکړ.
په همدې حال کې د باسکټبال فدراسیون مسوولین وايي؛ د باسکټبال ورزشکاران په ملي او بين المللي سطحه د لوبو ترسره کولو ته پوره چمتووالى لري.