هرات ولایت کې د جمناسټيک غوراوي سيالۍ ترسره شوې

د هرات ولایت جمناستیک فدراسیون غوراوي سيالۍ د بدني روزنې او ورزش رياست پلاوي، استادانو او روزونکو په شتون کې په ميرويس صادق ورزشي جمنازيوم کې ترسره شوې.
دغه سيالۍ په دوو برخو جمناستیک غوراوي هنري او د پارکو دوستانه سياليو کې ترسره شوې چې د ٨ورزشي کلپونو ٨٥ ورزشکارانو پکې ګډون درلود.
په دغو سياليو کې د نوي ځوانانو او ځوانانو سني کټګوريو ورزشکاران د يوې ورځې لپاره د يو بل پر وړاندې ولوبېدل.
د جمناسټيک فدراسیون رئیس محمد وحید اکبري د دې سياليو ترسره کېدو موخه په ملي سياليو کې د لوبېدو لپاره د غوره څېرو پېژندل او غوره کولو ترڅنګ د ورزشکاراه استعدادونو وده بللې ده.
د دې سياليو په پاى کې د ورزشکارانو له منځه ١٥تنه د غوره څېرو په توګه وټاکل شول.
په پاى کې مقام راوړونکي د مډال او حکم په ورکولو سره تقدیر شول.