هرات: پښتون زرغون ولسوالۍ د فوټبال ليګ پرانستل شو
د فوټبال دغه ليګ د ورزشي مسؤلینو، استادانو، روزونکو او مخکښو په شتون کې د پښتون زرغون ولسوالۍ په منتخب لوبغالي کې پرانستل شو.
په دې ليګ کې مرکز او پښتون زرغون ولسوالۍ د فوټبال ١٨ لوبډلې به تر راتلونکو لسو ورځو پورې له يو بل سره ولويږي.
دا په داسې حال کې ده چې د دې ليګ په لومړۍ لوبه کې نيکان برتر او سرخ پوشان لوبډلې سره مخ شوې چې د نيکان برتر لوبډلې د ٢-٠ امتياز په تر لاسه کولو سره وکولاى شول مقابلې لوبډلې ته ماتې ورکړي.
