هرات کې د لويديځ زون ولایتونو ترمنځ د او سپورت درېیم پړاو سیالۍ ترسره شوې

د هرات ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په ورزشي جمنازيوم کې د ٨٠ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو د فدراسیون د او- سپورټ درېیم پړاو سیالۍ ترسره شوې.
د دغو سیالیو ننداره کې د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق او ورسره مل پلاوی، د هرات ولایت د ورزش ریاست مسؤولانو، د رزمي ورزشونو د فدراسیونونو استازي، ورزشکارانو او د ورزش ګڼو مینوالو ګډون کړی و.
په دغو سیالیو کې د څلورو عمري کټګوریو او بېلابېلو وزني کټګوریو ورزشکارانو ګډون کړی و.
دا سیالۍ ورزش ته د ځوانانو د هڅولو په موخه ترسره شوې چې یوه ورځ یې دوام وکړ.