هرات کې د پنځوس ورزشکارانو ترمنځ د پاورلفټنګ دوه دېرشم پړاو سیالۍ ترسره شوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۸ - ۸:۵۶
هرات کې د پنځوس ورزشکارانو ترمنځ د پاورلفټنګ دوه دېرشم پړاو سیالۍ ترسره شوې

د هرات ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د باورلفټنګ فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت مرکز کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د باورلفټنګ دوه دېرشم پړاو سیالۍ ترسره شوې.

دغه سيالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو، لويانو او ماسټرانو په عمري کټګوریو کې ترسره شوې، چې په پایله کې یې څلورو تنو اتلولي خپلې کړې.

دا سیالۍ ورزش ته د ځوانانو د هڅولو او په دغې رشته کې د غوره لوبغاړو د موندلو په موخه ترسره شوې چې یوه ورځ یې دوام وکړ او په پای کې ګټونکو لوبغاړو ته بېلابېلې ورزشي ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۸/۸ - ۱۷:۱۲
Background image

د افغانستان اړوند د تېرې اوونۍ لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د افغانستان اړوند د تېرې اوونۍ لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

جمعه ۱۴۰۵/۸/۸ - ۱۷:۷
Background image

میدان وردګ؛ سیدآباد ولسوالۍ کې د کې‌ون کېک بوکسېنګ ۴۰ ورزشکارانو ته دارتقأ کمربندونه ته ورکړل شول

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د کېک بوکسېنګ فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په سیداباد ولسوالۍ کې د کېک بوکسېنګ ۴۰ ورزشکارانو ته د ارتقأ بېلابېل کمربندونه. . .

جمعه ۱۴۰۵/۸/۸ - ۱۷:۵
Background image

هلمند؛ خانشین ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په خانشین ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د مرکزي حوزې منتخبې لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS