هرات کې د کرکټ او شطرنج سیالۍ پیل شوې

Afzal-af
چهارشنبه ۱۴۰۱/۳/۱۱ - ۹:۴۵
هرات کې د کرکټ او شطرنج سیالۍ پیل شوې

نن د سلطان غیاث الدین غوري په عالي لېسه کې د هرات ولایت د بدني روزنې او ورزش رئیس مولوي ګلاب الدین خپلواک او د سلطان غیاث الدین عالي لیسې د امر محمد اصف رؤف رحمتي ، او ښونکو په ګډون د کرکټ او شطرنج جام سیالۍ پرانیستل شوې.

ښاغلي خپلواک د زده کوونکو سره په خبرو کې وویل چې ښوونځي د ورزش یو له بنسټیزو ځایونو څخه دی هغه زیاته کړه «د هرات په ښوونځیو کې د ورزش د استعداد په موندلو سره به د دغه ولایت ورزش د پام وړ وده وکړي.»

په ورته وخت کې ښاغلی رحمتي وايي چې د دغه جام له ترسره کېدو یې موخه د زده کوونکو د ورزشي مهارتونو وده ده.

ښاغلي خپلواک او ورسره ملګري یې د سلطان عالي لېسې د لوبډلو ترمنځ د کرکټ او شطرنج جام پرانیسته او د لېسې د ورزشکارانو د استعدادونو ستاینه یې وکړه

د یادې لېسې د ورزش امر احمد فرهاد رفاهی وايي، چې د کرکټ جام به د شپږو لوبډلو ترمنځ د ليګ په توګه دوام وکړي، او په شطرنج کې هم ۶۰ تنه زده کوونکو برخه اخلي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۹:۱۱
Background image
شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۹:۱۰
Background image

د تېرې اوونۍ لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د تېرې اوونۍ لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۹:۷
Background image

هلمند کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال ليگ پيل شو

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د مرکز لښکرگاه ښار په مرکزي فوټبال لوبغالي کې د ۱۶ ب لوبډلو ترمنځ د فوټبال ليگ سيالۍ پيل شوې.

دغه. . .

BACK TO NEWS