هرات کې د ۱۹ لوبډلو ترمنځ د فوټسال پینځم پړاو سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۳ - ۲۰:۵۲
هرات کې د ۱۹ لوبډلو ترمنځ د فوټسال پینځم پړاو سیالۍ پای ته ورسېدې

د هرات ولایت د بدنی روزنې او ورزش ریاست په همکارۍ، د فوټبال ملي فداراسیون د استازولۍ له لوري د ۱۹ لوبډلو ترمنځ د د دولتي ادارو کارکونکو جام په نوم فوټسال سیالۍ، چې یوه میاشت وړاندې پیل شوې وې د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت ریاست لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دې سیالیو پایلوبه کې د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت ریاست لوبډلې خپلې سیالې د شاروالۍ ریاست لوبډلې ته د ۳ ـ ۲ میدانونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.

د دې سیالیو په پایله کې د مسوولینو له لوري ګټونکو لوبډلو او غوره لوبغاړو ته ډالۍ هم ورکړل شوې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۵:۲۱
Background image

کابل؛ مولوي احمد الله وثیق د هوايي ورزشونو فدراسيون رئيس نويد پوپل د فاتحې په مراسمو کې ګډون وکړ

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رئیس مولوي احمد الله وثیق، د ورزش ادارې مسولينو او رئيسانو د دعا او خواشينۍ څرګندولو په موخه د هوايي ورزشونو د فدراسيون رئيس نويد پوپل د فاتحې په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۵:۱۸
Background image

زابل کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې د اتو الف لوبډلو ترمنځ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې په نوم د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۱:۵۷
Background image

بلخ؛ شورتپې ولسوالۍ کې د واليبال شپنۍ سيالۍ وشوې

د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په شورتپې ولسوالۍ کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د واليبال شپنۍ سيالۍ وشوې.

د يادو سياليو په. . .

BACK TO NEWS