هرات کې د ۳۲ ورزشکارانو ترمنځ د قوت الرمي سیالۍ ترسره شوې

د هرات ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د قوت الرمي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز کې د ۳۲ ورزشکارانو ترمنځ په لایت پاور او فول پاور سبکونو کې د قوت الرمي سیالۍ ترسره شوې.
دغه سیالۍ، چې د تنکیو ځوانانو، نویو ځوانانو، ځوانانو او د لویانو ورزشکارانو په عمري کټګوریو کې ترسره شوې، په پایله ۱۶ ورزشکارانو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې او لومړي مقامونه ترلاسه کړل.
د یادو سیالیو موخه د ورزشکارانو ظرفیت لوړول او د غوره ورزشکارانو موندل و، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
د سیالیو په پای کې غوره ورزشکارانو ته کپ، مډالونه او ستاینلیکونه ورکړل شول.