هرات کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د لامبو وهلو ازادې سیالۍ وشوې

د هرات ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د لامبو وهلو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په موجونو سونا مجموعه کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د لامبو وهلو سیالۍ ترسره شوې.
دغه سیالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو او د لویانو ورزشکارانو ورزشکارانو په عمري کټګوریو کې ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
د یادو سیالیو موخه د لامبو وهلو ورزش ته وده ورکول و؛ د سیالیو په پای کې غوره لامبو وهونکو ته مډالونه او ستاینلیکونه ورکړل شول.