هلمند، باباجي ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو تر منځ د ټېب بال کرکټ سيالۍ پېل شوې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۷ - ۱۳:۵
هلمند، باباجي ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو تر منځ د ټېب بال کرکټ سيالۍ پېل شوې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او سپورټ آمريت اړوند د ټېب بال فدراسيون د استازولۍ له لوري په ښار بند ورزشي لوبغالي کې د لسو لوبډلو تر منځ د امن په نوم د ټېب بال کرکټ سيالۍ پېل شوې.

د يادو سياليو لومړۍ لوبه د خپلواک او هاشمي يارانو لوبډلو تر منځ ترسره شوه، چې په پايله کې هاشمي يارانو لوبډلې په ټاکلو ۱۴ اورونو کې خپلې سیالې لوبډلې ته ۱۱۳ منډې هدف کېښود، خپلواک لوبډلې ياد هدف تر لاسه کړ او د ۸ ویکټو په توپیر يې بريا خپله کړه.

د دغو سياليو د ترسراوي موخه د ځوانانو تر منځ يووالی یاد شوی دی، چې شاوخوا يوه نيمه مياشت به دوام وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۱۱:۷
Background image

بغلان کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پيل شوې

د بغلان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز کې د اتلانو جام په نوم له کار او ټولنيزو چارو رياست څخه د اتو لوبډلو ترمنځ د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۱۰:۵۴
Background image

کندز؛ علي اباد ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ وشوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په علي اباد ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۱۰:۴۰
Background image

BACK TO NEWS