هلمند، په ګرمیسر ولسوالۍ کې د والیبال حذفي سیالۍ د اتحاد لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۹ - ۱۱:۲
هلمند، په ګرمیسر ولسوالۍ کې د والیبال حذفي سیالۍ د اتحاد لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت په ګرمسیر ولسوالۍ کې د شریف الله حبیبي په نوم د والیبال یو ورځنی ټورنمنټ چې اتو لوبډلو پکې ګډون کړی و، د اتحاد لوبډلې په بریا پای ته ورسېد.

په یادو سیالیو کې اتحاد، دروېشان، عمرزي، شاهین، بنادر، صفار،احسان او هزار جفت لوبډلو برخه اخیستې وه پایلوبه د اتحاد او عمرزو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه په پایله کې اتحاد لوبډلې وکولای شول خپلې سیالې لوبډلې ته د ۳/۲ میدانونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې په خپل نوم کړه.

د سیالۍ په پای کې د یاد ټورنمنټ مسؤلینو له لوري اول او دوهم نمبر لوبډلو ته کپونه ورکړل شول. د دې سیالیو د ترسره کېدو موخه د ځوانانو ترمنځ یووالی او د والیبال سیالیو پرمختګ یاد شوی.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۶:۱۹
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د واکو کېک بوکسېنګ نوی کلب پرانیستل شو

د زابل ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې د افغان سوداګر حاجي نقیب الله په مالي لګښت د ۸۰۰ زره افغانیو په لګښت د واکو کېک بوکسېنګ کلپ جوړ او پرانیستل شو.

دغه کلب په یو وخت کې د ۱۰۰ لوبغاړو د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۶:۱۷
Background image

پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د نیزه وهنې سیالۍ ترسره شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز ښرنه کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د نیزه وهنې سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پای کې غازي لوبډلې د ۳۴ نمرو په ترلاسه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۶:۱۶
Background image

لغمان؛ دولت شاه ولسوالۍ کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د لغمان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په دولت شاه ولسوالۍ کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د مورا لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې. . .

BACK TO NEWS