هلمند؛ باباجي ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۵/۷ - ۱۰:۲۰
هلمند؛ باباجي ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په باباجي ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنخ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ د عزت افغان لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه د عزت افغان او مهاجر بازار زلمیانو لوبډلې ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه د مهاجر بازار لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو ۱۴ اورونو کې یې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۱۸۲ منډو هدف وټاکه. عزت افغان لوبډلې یاد هدف د خپلو څلورو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره پوره کړ او په شپږو ویکټو یې خپلې سیالې لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د دغو سیالیو اتلولي وګټله.

دغه سیالۍ ورزش ته د باباجي ولسوالۍ د ځوانانو د تشویق په موخه پیل شوې وې، چې ۲۰ ورځې یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۰ - ۱۶:۱۷
Background image

رسنيز بلنليک!

رسنيز بلنليک!

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۰ - ۱۶:۱۴
Background image

رسنيز بلنليک!

رسنيز بلنليک!

 

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۰ - ۱۶:۱۰
Background image

د ویلچر بسکتیال ملي لوبډلې په اسیایي سیالیو کې خپله درېيمه لوبه د عراق پر وړاندې بایلوده

د ویلچر بسکتبال ملي لوبډلې د ۲۰۲۵ اسیا اتلولۍ سیالیو خپله درېيمه لوبه د عراق پر وړاندې د ۵۸ – ۷۵ امتیازونو په توپیر بایلوده.

افغان ملي لوبډلې له دغو سیالیو څخه خپلې لومړۍ دوه لوبې له. . .

BACK TO NEWS