هلمند؛ خانشين ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې
د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په خانشين ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ چې ۱۲ ورځې مخکې پيل شوې وې د هلمند ستوري لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو په پايلوبه کې هلمند ستوري لوبډلې خپلې سيالې عبدالرزاق لوبډلې ته د ۳ پر ۱ گول په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله.
