هلمند؛ خانشین ولسوالۍ کې د شل لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په خانشین ولسوالۍ کې د شل لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د خراسان لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې خراسان لوبډلې د یو پر صفر ګول په توپیر خپلې سیالې ځواک لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
د دغو سیالیو په پای کې نجیب الله خاکسار د لوبې غوره لوبغاړی، محمد ناراض غوره ګول وهونکی او جمیل احمد غوره ګول ساتونکی وټاکل شو.
دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې درې اوونۍ یې دوام وکړ.