هلمند؛ خانشین ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د ياد ولايت په خانشین ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د ځواک لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې ځواک لوبډلې د ٥ پر ٤ ګولونو په توپیر خپلې سیالې شاهین اسمايي لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې ١٢ ورځې یې دوام وکړ.
