هلمند؛ خانشین ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۱ - ۱۸:۱
هلمند؛ خانشین ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د خانشین ولسوالۍ په تاغز خاشه بازار کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د بست قلعه په نوم د فوټبال خذفي سيالۍ د اتحاد لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو پايلوبه د اتحاد حلال لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په ټاکلي وخت سيالي ۰/۰ مساوي پای ته ورسېده، خو په پنالټيانو کې اتحاد لوبډلې خپلې سيالې لوبډلې ته د ۰/۳ گولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله.

د يادو سياليو موخه د ځوانانو لپاره د سالم مصروفیت برابرول وو، چې درې اوونۍ يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۶:۷
Background image

د فوټبال له ۱۵کلونو کم عمره لوبډلې د نړيوالې جشنوارې په حذفي پړاو کې ټایلنډ ته ماته ومنله

له ۱۵ کلنو کم عمره ملي لوبډلې د فیفا له ۱۵ کلونو کم عمره نړیۍوال جام او جشنوارې په حذفي پړاو کې ټایلنډ ته د ۴ – ۶ ګولونو په توپیر سیالي بایلوده.

افغان لوبډلې د دغو سیالیو ګروپي پړاو کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۶:۵
Background image

غزني؛ جاغوري ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې

د غزني ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په جاغوري ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د کلي په کلي په نوم د واليبال سيالۍ پيل شوې.

. . .
چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۶:۳
Background image

بادغیس کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال حذفي جام سيالۍ پيل شوې

د بادغيس ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت د ګوند او تګاب عالم ولسواليو څخه د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ورورولۍ جام په نوم د فوټبال. . .

BACK TO NEWS