هلمند؛ د فوټبال شپنیو سیالیو په دوام دوې سیالۍ ترسره شوې
د هلمند ولایت په لښکرګاه همت ورزشي لوبغالي کې د فوټبال شپنیو سیالیو په دوام تېره شپه دوې سیالۍ ترسره شوې.
دغه سیالۍ لومړی پړاو یې په تګ راتګ شکل پای ته رسېدلی، دویم پړاو یې په ناک اوټ شکل ترسره کېږي، چې د دویم پړاو لومړۍ لوبه یې وطنوال لوبډلې له الماس لوبډلې څخه د ۲-۱ ګولونو په توپیر وګټله.
په دویمه سیالۍ کې رحیان لوبډلې امید استقلال لوبډلې ته د ۴-۱ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او سیالي یې وګټله.
دغه سیالۍ چې د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت د همت لوبیستان له لوري پیل شوې دي، موخه یې ورزش ته د ځوانانو هڅول او راتلونکو سیالیو ته د ورزشکارانو چمتو کول دي.
