هلمند؛ د مرکز لشکرګاه د فوټبال سیالیو اتلولي یاران لوبډلې خپله کړه

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۶/۱۳ - ۱۱:۱۶
هلمند؛ د مرکز لشکرګاه د فوټبال سیالیو اتلولي یاران لوبډلې خپله کړه

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند فوټبال فدراسیون له لوري د ۲۶ (ب) لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالیو اتلولي یاران لوبډلې خپله کړه.

د دغو سیالیو پایلوبې ته یاران او امید برومند لوبډلو لار موندلې وه، چې په پایله کې یاران لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته په یوه ګول ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

یادې سیالۍ چې موخه یې د غوره لوبغاړو موندل او ورزش ته د ځوانانو هڅول وو، دوه میاشتې وړاندې پیل شوې وې او تېره ورځ په بریالیتوب سره پای ته ورسېدې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۰:۲
Background image

پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د سکېټ سیالۍ ترسره شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکې ښرنه کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د سکېټ سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پایله کې جهانزېب لومړی، روح الله دویم او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۹:۵۱
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د کېک بوکسېنګ سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز قلات ښار کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د کېک بوکسېنګ فول کنټاکټ سبک سیالۍ ترسره شوې.

دغه سیالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۹:۴۹
Background image

میدان وردګ؛ مرکز میدان ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوتبال الف لیګ سیالۍ ترسره شوې

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د یاد ولایت مرکز میدان ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال الف لیګ سیالۍ د سپین غر لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو په. . .

BACK TO NEWS