هلمند؛ د موسی کلا کلب د تکواندو غوراوي سیالیو کې لومړی مقام خپل کړ.

Afzal-af
شنبه ۱۴۰۱/۲/۳۱ - ۱۱:۴
هلمند؛ د موسی کلا کلب د تکواندو غوراوي سیالیو کې لومړی مقام خپل کړ.

د هلمند ولایت د تکواندو د ولایتي لوبډلې په غوراوي سیالیو کې لومړی مقام خپل کړ.

پدی سیالیو کي څلورو لوبډلو په دوه کټګوریو (ځوانانو او تنکیو ځوانانو) کي ګډون کړی وه.

د سیالیو لیدلو ته د هلمند د ورزش امریت مسؤلین، د فدراسیونو رئیسان او ګڼ شمیر مینه وال راغلی وه.

د هلمند تکواندو فدراسیون رئیس فرید احمد مبارز په خبره ددې سیالیو موخه د هلمند د تکواندو ولایتي لوبډلې ته د تکړه لوبغاړو غوره کول دي چې په پایله کې یې لس لوبغاړي غوره شوي دي.

په پای کې ورزشکارانو ته ډالۍ. تصدیق پاڼې او ستاینلیکونه وېشل شوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۰:۲
Background image

پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د سکېټ سیالۍ ترسره شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکې ښرنه کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د سکېټ سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پایله کې جهانزېب لومړی، روح الله دویم او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۹:۵۱
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د کېک بوکسېنګ سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز قلات ښار کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د کېک بوکسېنګ فول کنټاکټ سبک سیالۍ ترسره شوې.

دغه سیالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۹:۴۹
Background image

میدان وردګ؛ مرکز میدان ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوتبال الف لیګ سیالۍ ترسره شوې

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د یاد ولایت مرکز میدان ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال الف لیګ سیالۍ د سپین غر لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو په. . .

BACK TO NEWS