هلمند؛ د نادعلي ولسوالۍ د فوټبال رمضان جام سياليو اتلولي چاه انجير لوبډلې خپله کړه

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱/۲۶ - ۹:۴۷
هلمند؛ د نادعلي ولسوالۍ د فوټبال رمضان جام سياليو اتلولي چاه انجير لوبډلې خپله کړه

د هلمند ولايت په نادعلي ولسوالۍ کې د رمضان جام په نوم د فوټبال سیالیو اتلولي چاه انجیر لوبډلې په خپل نوم کړه.

د‌غه سيالۍ چې ۱۶ لوبډلو پکې ګډون کړی و او د روژې مبارکې مياشتې په لومړيو کې پيل شوې وې، پايلوبې ته يې چاه انجير او لوی باغ لوبډلو لار موندلې وه، چې په پايله کې چاه انجير لوبډلې وکولی شوی چې خپلې سيالې لوبډلې ته د ۳_۰ ګولونو په توپير ماتې ورکړي او د يادو سياليو پايلوبه او لومړی مقام په خپل نوم کړي.

د‌ يادو سياليو د‌ پای په مراسمو کې د نوموړي ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت مسولينو، د اطلاعاتو او کلتور رياست استازي، د نادعلي ولسوالۍ امنيتي مسولينو، ورزشکارانو او د ورزش سلګونو مينوالو ګډون کړی و.

د يادو مراسمو په پای کې د نادعلي ولسوالۍ اوسېدونکو له مسئولینو غوښتنه وکړه، چې په یاده ولسوالۍ کې ورته د ورته سياليو لپاره يو معیاري لوبغالی جوړ کړي، تر څو ځوانان لا ورزش ته مخه کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۱۰:۱۶
Background image

پکتيکا؛ ارگون ولسوالۍ کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې

پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ او د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ارگون ولسوالۍ کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې.

د يادو سياليو په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۱۰:۱۴
Background image

پکتيکا؛ ارگون ولسوالۍ کې د ۲۸ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همکارۍ او د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ارگون ولسوالۍ اړوند پېرکوټي سيمه کې د ۲۸ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ د ذوالفقار لوبډلې په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۱۰:۱۲
Background image

BACK TO NEWS