هلمند؛ د نادعلي ولسوالۍ د فوټبال سیالیو اتلولي د ډاکتر محمد خان لېسې لوبډلې خپله کړه
د هلمند ولایت نادعلي ولسوالۍ په مرکزي فوټبال لوبغالي کې د ازادۍ په نوم د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالیو اتلولي د ډاکتر محمد خان لېسې لوبډلې خپله کړه.
دغه سیالۍ چې دوې میاشتې یې دوام وکړ په پایلوبه کې د ډاکتر محمد خان لېسې لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۲-۰ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
هېره دې نه وي چې ددغو سیالیو موخه د یادې ولسوالۍ په کچه دمنتخبې لوبډلې لپاره دغوره لوبغاړو ټاکل وو.
باید یادونه وشي چې د دغو سیالیو د پای په مراسمو کې غوره لوبډلو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.
