هلمند؛ د ناوې ولسوالۍ په عینګ سیمه کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱ - ۱۵:۸
هلمند؛ د ناوې ولسوالۍ په عینګ سیمه کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ناوې ولسوالۍ په عینک سیمه کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ، چې شل ورځې وړاندې پیل شوې پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو پایلوبې ته بست اتلانو او اڅکزو ستورو لوبډلو لار موندلې وه، لومړۍ توپوهنه بست اتلانو لوبډلې وکړه او ټاکلو ۱۴ اورونو کې یې سیالې لوبډلې ته ۱۲۵ منډې هدف کېښود، د لوبې په دویمه پاڼۍ کې اڅکزو ستورو لوبډلې د درېوو لوبغاړو په زیان یاد هدف پوره کړ او په اوو ویکټو یې اتلولي خپله کړه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۱۶:۵۷
Background image

پکتیکا؛ یوسف خېلو ولسوالۍ کې د شل لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په یوسف خېلو ولسوالۍ کې د شل لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د خواجه بابا. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۱۶:۵۳
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۶۰ورزشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د کندز ولایت سربېره له ګل تیپې، کلباد، قلعه زال او امام صاحب. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۱۶:۴۷
Background image

پکتیا؛ زرمت ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د کبډي سيالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیا ولايت د المپیک، بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کبډي ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په زرمت ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د کبډي سيالۍ د الــ..منصور لوبډلې په. . .

BACK TO NEWS