هلمند؛ د ورزش ادارې رهبري د فوټبال زونونو سیالیو له جربان څخه لیدنه وکړه

org_admin
جمعه ۱۴۰۵/۴/۱۹ - ۲۳:۳۰
هلمند؛ د ورزش ادارې رهبري د فوټبال زونونو سیالیو له جربان څخه لیدنه وکړه

د المپیک، بدني روزنې او وررش عمومي رئیس مولوي احمد الله وثیق او ورسره مله پلاوي یې د هلمند ولایت په کوربتوب د فوټبال د زونونو له روانو سیالیو څخه لیدنه وکړه. له ښاغلي وثیق سره په دې سفر کې د ورزش ادارې فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ، د فوټبال فدراسیون رئیس محمد یوسف کارګر، د المپیکي چارو رئیس داد محمد پاینده اختري او ځینې نور مسولین ملتیا کوي.

د ورزش ادارې د رهبرۍ تود هرکلی او ښه راغلاست وشو او ګڼو ورزشکارانو یې د هرکلي په مراسمو کې ګډون درلود.

د ویلو ده، چې ښاغلي وثیق او ورسره مله پلاوي یې د عمر ځواک هرات او بارک اف. سي هلمند سیالي هم له نږدې وکتله، چې د ۰/۲ ګولونو په توپیر هرات لوبډلې سیالي وګټله.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۵
Background image

هلمند؛ خانشین ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په خانشین ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې دوې اوونۍ به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې اتحاد. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۰:۵۸
Background image

نیمروز کې د جنوب لویدیځ زون فوټسال سیالۍ د هلمند سباوون لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د نیمروز ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د هلمند، کندهار او نیمروز ولایتونو لوبډلو ترمنځ د جنوب لویدیځ زون فوټسال سیالۍ د هلمند سباوون. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۲۳:۲۸
Background image

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

BACK TO NEWS