هلمند؛ سنګین ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۷ - ۹:۱۱
هلمند؛ سنګین ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په سنګین ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د وطن اتلانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې وطن اتلانو لوبډلې له خپل ۱۸۱ منډو هدف څخه دفاع وکړه او د ۱۰ منډو په توپیر یې خپلې سیالې نویو ځوانانو لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

دا سیالۍ ورزش ته د ځوانانو هڅولو په موخه ترسره شوې، چې درې اوونۍ یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۵
Background image

د پارا پاورلفټنګ ورزشکار خپل د دروند وزن پورته کولو ریکارډ مات کړ

د پارالمپیک ملې کمېټې اړوند د پارا پاورلفټنګ ورزشکار دین محمد وزیري د ناګویا په پارا آسیایي سیالیو کې د ١٠٠ کیلو ګرام وزن په پورته کولو سره خپل د دروند وزن پورته کولو ریکارډ مات کړ.

ښا. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۳
Background image

هلمند؛ نادعلي ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزمې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د لوی مانده لېسې لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱
Background image

په پارا اسيايي سياليو کې علي سجاد همراز په لومړۍ لوبه کې بریا خپله کړه

د افغانستان د پاراتکواندو لوبغاړي علي سجاد همراز د پارا اسيايي پنځم پړاو سياليو په لومړۍ لوبه کې د میانمار تجربه‌کار او نوموتي سیال ته په دوو پرله‌پسې پړاوونو کې د ډېرو نمرو په توپیر. . .

BACK TO NEWS