هلمند؛ لښکرګاه ښار کې د فوټبال ګروپۍ سیالۍ پیل شوې

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۱ - ۹:۲۹
هلمند؛ لښکرګاه ښار کې د فوټبال ګروپۍ سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د فوټبال فدراسیون د نمایندګۍ له لوري د یاد ولایت مرکز لښکرګاه ښار مرکزي لوبغالي کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د فوټبال بي ګروپي سیالۍ پیل شوې.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د ځوان پتمن او نورسخي لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې لوبه د ۲-۲ ګولونو سره مساوي پای ته ورسېده.

د سیالیو د پیل په مراسمو کې د فوټبال فدراسیون د نمایندګۍ مسؤلانو، ورزش کارانو او د ورزش ګڼو مینوالو ګډون کړی و.

د یادونې وړ ده چې د سیالیو لوبډلې په ۵ ګروپونو وېشل شوي او یادې سیالۍ به یوه میاشت دوام وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۱۱:۳۳
Background image

نورستان کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شو

د نورستان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ټېپ بال کرکټ ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز پارون کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې.

د دغو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۱۱:۲۰
Background image

هلمند؛ ګرمسېر ولسوالۍ کې د شل لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په ګرمسېر ولسوالۍ کې د شل لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د احمدي یارانو لوبډلې په اتلولي پای. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۱۰:۱۰
Background image

غور؛ مرکز فيروز کوه ښار کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال اوړي ليګ پيل شو

د غور ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز فيروز کوه ښار کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال اوړي ليګ پيل شو.

د دغو سياليو په. . .

BACK TO NEWS