هلمند؛ لښکرگاه ښار کې د لسو لوبډلو ترمنځ د " کبډي رمضان جام " سيالۍ پيل شوې
د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د کبډي فدراسيون د استازولۍ له لوري د لښکرگاه ښار په نظري ورزشي کلب کې د مرکز او ولسواليو په کچه د ۱۰ لوبډلو ترمنځ په گروپي شکل د " کبډي رمضان جام " سيالۍ د نورزاد لوبډلې په بريا پيل شوې.
په دغو سياليو کې لښکرگاه، ناد علي، مارجه، گريشک، ناوه، نورزاد، باباجي، سنگين، گرمسېر او بست پوهنتون لوبډلو گډون کړی.
د يادو سياليو لومړۍ لوبه د بست پوهنتون او نورزاد لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پايله کې نورزاد لوبډلې سيالې بست پوهنتون لوبډلې ته د ۱/۴ نمرو په توپير ماتې ورکړه او لومړۍ بريا يې خپله کړه.
د دغو سياليو د ترسره کېدو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول او پرمختگ ياده شوی دی، چې ۲۲ ورځې به دوام وکړي.
