هلمند؛ مرکز لښکرګاه ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال الف لیګ سیالۍ پای ته ورسېدې
د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال الف لیګ سیالۍ پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو په پای کې آریانا لوبډلې د ۱۸ نمرو په ترلاسه کولو سره لومړی او کهکشان لوبډلې د بیا د ۱۶ نمرو په ترلاسه کولو سره دویم مقام خپل کړ.
دا سیالۍ د هلمند غوره لیګ سیالیو ته د غوره لوبډلې ټاکلو په موخه ترسره شوې، چې دوې میاشتې یې دوام وکړ.
