هلمند؛ مرکز لښکرګاه ښار کې د اتیا ورزشکارانو ترمنځ د بدن ښکلا او فټنس سیالۍ ترسره شوې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۳۰ - ۹:۴۳
هلمند؛ مرکز لښکرګاه ښار کې د اتیا ورزشکارانو ترمنځ د بدن ښکلا او فټنس سیالۍ ترسره شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د بدن ښکلا او فټنس فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت مرکز لښکرګاه ښار کې د اتیا ورزشکارانو ترمنځ د بدن ښکلا سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ په بېلابېلو وزني کټګوریو د ماسټر او جینر په سبک کې ترسره شوې، چې په پایله کې یې عزت الله د ماسټر او روزالدین افغان د جینر په برخه کې لومړي مقامونه ترلاسه کړل.

دا سیالۍ د هلمند ولایت د بدن ښکلا ملي سیالیو ته د چمتو والي په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام و کړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۱:۱
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د شاهین لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۰:۵۹
Background image

زابل، مرکز قلات کې د ۴۵ زره امریکايي ډالرو په لګښت د پاورلفټینګ او فیټنس نوی کلب پرانیستل شو

د زابل ولایت مرکز قلات ښار کې د یاد ولایت د پاورلفټنګ مسؤول استاد محمد عرفان له لوري د ۴۵ زره امریکايي ډالرو په شخصي لګښت د پاورلفټینګ او فیټنیس نوی کلب جوړ او د ورزشکارانو پرمخ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۰:۵۷
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ۲۸ ورزشکارانو ترمنځ د کېک جیتسو سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز قلات ښار کې له دوو کلبونو د ۲۸ ورزشکارانو ترمنځ د کېک جیتسو سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پای کې د عطأالله کلب. . .

BACK TO NEWS