هلمند؛ مرکز لښکرګاه ښار کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۷ - ۱۵:۱۱
هلمند؛ مرکز لښکرګاه ښار کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت مرکز لښکرګاه ښار کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د افضلي اتلانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه د رویال او افضلي اتلانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه رویال لوبډلې وګټله او لومړی یې توپ وهنه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې یې خپلې سیالې لوبډلې ته د ١٢٤ منډو هدف وټاکه. افضلي اتلانو لوبډلې ټاکلی هدف د درېیوو ویکټو په زيان د لوبې په وروستي اور کې ترلاسه کړ او د اوو ویکټو په توپیر یې د دغو سیالیو اتلولي وګټله.

دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې ٢٠ ورځې یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۱۱:۰
Background image

د کندز مرکز ښار کې د ۹۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ وشوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د وزلوبې، نېزه وهلو او دودیزو لوبو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز ښار کې د ۹۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ وشوې.

پ. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۱۰:۵۸
Background image

غزني کې د ۱۰ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو ټاکنیزې سیالۍ وشوې

د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ووشو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز ښار کې د ۱۱۰ ورزشکارانو ترمنځ په تالو او ساندا سبکونو کې د ووشو ټاکنیزې سیالۍ. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۱۰:۵۶
Background image

غزني؛ واغظ ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پيل شوې

د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په واغظ ولسوالۍ کې د یووالي جام په نوم د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال ګروپي سیالۍ پيل شوې.. . .

BACK TO NEWS