هلمند؛ ناوې ولسوالۍ د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ ګروپي سيالۍ پای ته ورسیدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت ناوې ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ ګروپي سيالۍ د ناوې ځوانانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسیدې.
د دغو سياليو پايلوبه د ناوې ځوانانو او افغان اتلانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، ناوې ځوانانو لوبډلې د پچې په ګټلو سره د توپ وهنې پرېکړه وکړه، په ټاکلو ۱۴ اورونو کې مقابلې لوبډلې ته د ۱۹۷ منډو هدف وټاکه. په ځواب کې د افغان اتلانو لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۱۵ منډې جوړې کړې او د ۸۱ منډو په توپير سره يې لوبه وبایلله.
د يادو سياليو موخه د ځوانانو ترمنځ يووالی رامنځته کول و، چې ۲۰ ورځې دوام وکړ.