هلمند؛ ناوې ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې
د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ناوې ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې ١٨ ورځې به دوام وکړي.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې باغ عمومي لوبډلې د څلورو ویکټو په توپیر خپلې سیالې ریګستان لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.
