هلمند؛ ناوې ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې
د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ناوې ولسوالۍ په چهل دو پارچاوي سيمه کې د لسو لوبډلو ترمنځ د "البلال سپورټ" په نوم د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ د سپين غر لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو پايلوبه د سپين غر او ناوې بارکزيو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه سپين غر لوبډلې وگټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې يې خپلې سيالې لوبډلې ته د ۱۸۵ منډو هدف وټاکه، په مقابل کې ناوې بارکزيو لوبډلې د ټولو اورونو په لوبولو سره ۱۶۰ منډې وکړې او لوبه يې د ۲۵ منډو په توپير وبايلله.
د يادو سياليو موخه د ځوانانو ترمنځ يووالی رامنځته کول وو، چې ۲۰ ورځې يې دوام وکړ.
