هلمند؛ ناوې ولسوالۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د سیمه ییزې غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ملي او دودیزو لوبو د مدیریت له لوري د یاد ولایت په ناوې ولسوالۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د سیمه ییزې غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.
دا سیالۍ د کوچیانو او ناوې ولسوالۍ لوبډلو ترمنځ ترسره شوې، چې په پایله کې یې د ناوې ولسوالۍ لوبډلې د ۱۶/۲۴ نمرو په توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
یادې سیالۍ د ملي او دودیزو لوبو د ودې په موخه ترسره شوې، چې دوې ورځې یې دوام وکړ.