هلمند؛ نوزاد ولسوالۍ کې د اوو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په نوزاد ولسوالۍ کې د اوو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د بر نوزاد ستورو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه د کلي بادام او بر نوزاد ستورو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه کلي بادام لوبډلې وګټله او لومړی یې توپ وهنه وکړه، چې په ټاکلو ۱۲ اورونو کې یې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۲۶۱ منډو هدف وټاکه. بر نوزاد ستورو لوبډلې ټاکلی هدف د لوبې په وروستي اور کې د څلورو ویکټو په زیان پوره کړ او د شپږو ویکټو په توپیر یې د دغو سیالیو اتلولي وګټله.
دا سیالۍ د سیمې د خلکو لپاره د سالمې تفرېح برابرولو او ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې دوې اوونۍ یې دوام وکړ.