هلمند؛ نوزاد ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې
د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په نوزاد ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې ٢٠ ورځې به دوام وکړي.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې شاکر بارک لوبډلې د ٣ پر صفر ګولونو په توپیر خپلې سیالې حاجي فیروز لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.
