هلمند؛ په باباجي ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او سپورټ امريت اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په باباجي ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ د خوشحال لوبډلې په بريا پيل شوې.
د يادو سياليو لومړۍ لوبه د خوشحال او اباسين زلمو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، خوشحال لوبډلې د لوبې پچې په گټلو سره په ټاکلو لسو اورونو کې سيالې لوبډلې ته د ۱۴۹ منډو هدف کېښود، اباسين زلمو لوبډلې ياد هدف ترلاسه نه کړ او د ۳۹ منډو په توپير يې ماته ومنله.
د يادونې وړ ده، چې دغه سيالۍ به شاوخوا دوې اوونۍ دوام وکړي.