هلمند؛ په خانشين ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۰ - ۹:۲۴
هلمند؛ په خانشين ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت په همغږۍ د خانشین ولسوالۍ په مرکزي ميدان کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ورزشکارانو د هڅولو او پرمختگ په موخه د ودان افغانستان په نوم د فوټبال سيالۍ د اريانا لوبډلې په بريا پيل شوې.

د يادو سياليو په لومړنۍ لوبه کې اریانا لوبډلې سيالې ستورو لوبډلې ته د ۰/۱ گولونو په توپير ماتې ورکړه او بريا يې په خپل نوم کړه.

د يادونې وړ ده، چې دغه سيالۍ به شاوخوا ۲۰ ورځې دوام وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۱:۱۴
Background image

پکتیا؛ څمکنۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د کیک بوکسېنګ سيالۍ ترسره شوې

د پکتیا ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست له لوري د ياد ولايت په څمکنۍ ولسوالۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د کیک بوکسېنګ دوستانه سيالۍ ترسره شوې.

دغه سيالۍ د نويو ځوانانو، ځوانانو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۱:۱۲
Background image

خوست؛ ترېزیو علیشېرو ولسوالۍ کې د ٤٠ولوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ترېزیو علیشېرو ولسوالۍ کې د ٤٠ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پیل شوې، چې ٤٥ ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۱:۶
Background image

سرپل؛ سوزمه ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې

د سرپل ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد په سوزمه ولسوالۍ کې د هوندا سکليت جام په نوم د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې.. . .

BACK TO NEWS