هلمند؛ په خانشین ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې
د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په خانشين ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ اختر يز جام په نوم د ټېپ بال کرېکټ ګروپي سيالۍ د اريانا لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو پايلوبه د اريانا او افغان زلمي لوبډلې ترمنځ ترسره شوه، اريانا لوبډلې د پچې په ګټلو سره د توپ وهنې پریکړه وکړه ، چې په ټاکلو لسو اورونو کې مقابلې لوبډلې ته د ۱۷۲ منډو هدف وټاکه. په ځواب کې د افغان زلمي لوبډلې په لسو اورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۵۰ منډې جوړې کړې او د ۲۱ مندو په توپير يې لوبه وبایلله.
د يادو سياليو موخه د اختر خوښیو لمانځل وو، چې لس ورځې دوام وکړ او په پای کې غوره لوبغاړو ته نغدي ډالۍ ورکړل شوې.
