هلمند؛ په سنګین ولسوالۍ کې د ۶۰ جوړو ترمنځ د غېږنیونې سیالۍ ترسره شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۹/۱۸ - ۱۲:۱۷
هلمند؛ په سنګین ولسوالۍ کې د ۶۰ جوړو ترمنځ د غېږنیونې سیالۍ ترسره شوې

د هلمند ولایت په سنګین ولسوالۍ کې د ۶۰ جوړو پهلوانانو ترمنځ د غېږنیونې دوه ورځنۍ سیالۍ ترسره شوې. د سنګین ولسوالۍ په کوربتوب په دې سیالیو کې د موسی قلعه، کجکي، بغني، نوزاد، ګرشک، نادعلي، ګرمسېر، نهرسراج ولسوالیو ترڅنګ د کندهار پهلوانانو هم ګډون درلود.

د غېږنیونې په دې سیالیو کې احسان الله د سنګین ولسوالۍ څخه په لوړ وزن کي لومړی مقام، بختیار او نورعلي د ګرشک ولسوالۍ څخه لومړي مقامونه او فیض الله د بغني ولسوالۍ څخه د دویم مقام ګټونکی شو.

سیالیو کې د هلمند ولایت د ورزش امریت د ملي او دودیزو لوبو مدیر نوراحمد عابد، د غېږنیونې فدراسیون مسوول حاجي موسی جان اکا او د سیمې مشرانو سربېره، ګڼو مینه والو او ننداره چیانو ګډون درلود.

د یادونې ده، چې د پای مراسمو کې مسوولینو او پهلوانانو ته ستاینلکونه او جایزې ورکړل شوې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۶:۱۹
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د واکو کېک بوکسېنګ نوی کلب پرانیستل شو

د زابل ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې د افغان سوداګر حاجي نقیب الله په مالي لګښت د ۸۰۰ زره افغانیو په لګښت د واکو کېک بوکسېنګ کلپ جوړ او پرانیستل شو.

دغه کلب په یو وخت کې د ۱۰۰ لوبغاړو د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۶:۱۷
Background image

پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د نیزه وهنې سیالۍ ترسره شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز ښرنه کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د نیزه وهنې سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پای کې غازي لوبډلې د ۳۴ نمرو په ترلاسه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۶:۱۶
Background image

لغمان؛ دولت شاه ولسوالۍ کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د لغمان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په دولت شاه ولسوالۍ کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د مورا لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې. . .

BACK TO NEWS