هلمند؛ په لښکرگاه ښار کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۳/۲۰ - ۱۵:۷
هلمند؛ په لښکرگاه ښار کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او سپورټ امريت په همکارۍ د لښکرگاه ښار په بولان درېيمه حوزه کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ځوانانو يووالي په نوم د ټېپ بال کرکټ گروپي سيالۍ د اتل نورزي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو پايلوبه د اتل نورزي او نوآباد زمريانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، نوآباد زمريانو لوبډلې د لوبې پچې په گټلو سره په ټاکلو ۱۴ اورونو کې سيالې لوبډلې ته د ۱۹۰ منډو هدف کېښود، اتل نورزي لوبډلې ياد هدف په ۱۳ اور کې ترلاسه کړ او د درېيو ويکټو په توپير يې بريا خپله کړه.

د يادونې وړ ده، چې دغو سياليو شاوخوا يوه مياشت دوام وکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۵:۳
Background image

زابل؛ غزنويان لوبډلې د اتحاد جام په نوم د فوټبال سياليو اتلولي وگټله

د زابل ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې د اوو لوبډلو ترمنځ د "اتحاد جام" په نوم د فوټبال سيالۍ د غزنويان. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۱:۱۱
Background image

ننګرهار؛ په مرکزي زندان کې د ۳۵ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش او زندانونو چارو د سمون ریاستونو په ګډه همغږۍ د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري په مرکزي زندان کې د ۳۵ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۰:۲۲
Background image

بلخ؛ د حيرتان ښارګوټي کې د ۷۰کورشکارانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په حيرتان ښارګوټي کې د ۷۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ ترسره شوې.

د دغو سیالیو په. . .

BACK TO NEWS