هلمند؛ په مارجې ولسوالۍ کې د حقيار اتلانو کپ په نوم د ټېب بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۵ - ۱۰:۲۹
هلمند؛ په مارجې ولسوالۍ کې د حقيار اتلانو کپ په نوم د ټېب بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د مارجې ولسوالۍ په عصمت بازار سيمه کې د لسو لوبډلو ترمنځ ترسره د حقيار اتلانو کپ په نوم د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ د ش.ه.ي.د عثمان الف لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سیالیو پايلوبه د ش.ه.ي.د عثمان الف او ب لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې ش.ه.ي.د عثمان الف لوبډلې د لوبې پچې په گټلو سره په ټاکلو ۱۲ ارونو کې سيالې لوبډلې ته د ۲۰۸ منډو هدف وټاکه، په مقابل کې ش.ه.ي.د عثمان ب لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۸۴ منډې وکړې او لوبه يې د ۲۲ منډو په توپير وبايلله.

د يادولو وړ ده، چې دغو سياليو موخه د ځوانانو ترمنځ يووالی رامنځته کول وو، چې ۲۵ ورځې يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۵ - ۲۰:۱۱
Background image

د فوټسال ملي لوبډلې د اسلامي هېوادونو د پيوستون سیالیو خپله دويمه لوبه ايران سره مساوي کړه

د فوټسال ملي لوبډلې د اسلامي هېوادونو د پيوستون شپږم پړاو سیالیو خپله دويمه لوبه د ايران سره ترسره کړه، چې لوبه ۲ - ۲ مساوي پای ته ورسېده.

افغان لوبډلې په خپله لومړۍ لوبه کې تاجکستان. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۵ - ۲۰:۱۰
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ٤٠ ورزشکارانو ترمنځ د پهلواني سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ٤٠ ورزشکارانو ترمنځ د سیمه ییزې پهلواني سیالۍ ترسره شوې.

د یادو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۵ - ۲۰:۵
Background image

بلخ؛ دولت آباد ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په دولت آباد ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د قزل ایاق لوبډلې په اتلولي. . .

BACK TO NEWS