هلمند؛ په مرکز لښکرګاه کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټیپ بال کرکټ سیالۍ پای ته و رسېدې

org_admin
شنبه ۱۴۰۵/۸/۳۰ - ۱۲:۹
هلمند؛ په مرکز لښکرګاه کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټیپ بال کرکټ سیالۍ پای ته و رسېدې

د هلمند ولایت بدني روزني او ورزش آمریت اړوند ټیپ بال کرکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز لښکرګاه ښار ملت لوبغالي کې د ٢٠ لوبډلو تر منځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پای ته و رسېدې‌.

د دغو سیالیو پایلوبې ته بېنوا او پوپل ورونو لوبډلو لار موندلې وه، لومړی توپوهنه بېنوا لوبډلې وکړه او په ټاکلو لسو اورونو کې يې سیالې لوبډلې ته د درېيو لوبغاړو په زيان ١٩٤ منډی هدف کېښود، د لوبې په دويمه پاڼۍ کې پوپل وروڼو لوبډلې د یاد هدف په تعقيب ۱۳۹ منډې جوړې کړې او په ۵۰ منډو يې ماتې وخوړه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۹/۸ - ۱۰:۲۰
Background image

ميدان وردگ؛ جلرېز ولسوالۍ کې د ۲۲ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سيالۍ وشوې

د ميدان وردگ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت له لوري د جلرېز ولسوالۍ په سنګلاخ سيمه کې د ۲۲ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سيالۍ وشوې.

دا سيالۍ په دوه کيلو متري واټن کې ترسره شوې، چې په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۹/۸ - ۱۰:۱۶
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۷۰ پهلوانانو ترمنځ شپنۍ سيالۍ وشوې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ، د سامبو کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۷۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش آزادې شپنۍ سیالۍ وشوې.

دا. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۹/۸ - ۱۰:۱۲

BACK TO NEWS