هلمند؛ په مرکز کې د نهو لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ سيالۍ پيل شوې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۵/۷ - ۱۵:۱۱
هلمند؛ په مرکز کې د نهو لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ سيالۍ پيل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولي له لوري د ياد ولايت په لښکرګاه مرکزي لوبغالي کې د ۹ لوبډلو ترمنځ د فوټبال فولاد غوره لیګ سیالۍ پیل شوې.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د بارک او بهیر نورزي لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې بهیر نورزي لوبډلې ته د ۳_۲ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او لومړۍ بریا یی خپله کړه.

دا سیالۍ د فولاد شرکت په مالي مرسته د ليک په شکل ترسره کېږي او یوه نیمه میاشت به دوام وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۵ - ۱۵:۳۷
Background image

پکتيا کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د پکتيا ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د فوټبال فډراسيون د استازولۍ له لوري د مرکز گردېز ښار په دولتزيو سيمه کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ "ولس او حکومت يو دی" په نوم د فوټبال سيالۍ د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۵ - ۱۵:۳۰
Background image

ننګرهار؛ روداتو ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په روداتو ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د بړو انصاف. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۵ - ۱۵:۲۷
Background image

نورستان کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ د ننګراج لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د نورستان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت له مرکز او ولسواليو د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ، چې څو ورځې وړاندې پيل شوې. . .

BACK TO NEWS