هلمند؛ په ناوې ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېب بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې
د هلمند ولایت د بدني روزنې او سپورټ امریت اړوند د ټېب بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ناوې ولسوالۍ په هزار آسپ سیمه کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېب بال کرېکټ ګروپي سیالۍ پیل شوې.
د یادو سیالیو لومړی لوبه د نویو ځوانانو او حسن پټان لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې نویو ځوانانو لوبډلې د لوبې پچې په ګټلو سره په ټاکلو ۱۴ اورونو کې سیالې لوبډلې ته د ۸۱ منډو هدف وټاکه، په مقابل کې حسن پټان لوبډلې یاد هدف د لوبې په وروستي اور کې ترلاسه کړ او د یوې ویکټې په توپیر یې بریا خپله کړه.
دا سیالۍ، چې د غوره لوبغاړو موندلو په موخه پیل شوي، شاوخوا درې اوونۍ به دوام وکړي.
